والي:په ننګرهارکې د کوکنارو کښت ۵۰ سلنه کم شوی

۲۵ حمل , ۱۳۹۸ ,ساعت ۱۰:۱۹ ق.ظ -

ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ادعا لري، چې په دې ولایت کې، د کوکنارو کښت د تېرو کلونو په پرتله پنځوس سلنه راټيټ شوی .

 میاخیل وایي، د دې ولایت په زیات شمېر ولسوالیو کې يې د کوکنارو د اړولو کماپینونه پیل کړي چې تر دا مهال په سلګونه هکټاره ځمکه د کوکنار له کښت پاکه شوې ده. نوموړي زیاتوي تېر کال ننګرهار کې پر ۱۸ زره هکټاره ځمکه د کوکنار کښت شوی وو خو سږنی کال په کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی،چې لامل یې په لرو پرتو سیمو کې د حکومت د حاکمیت ساحې پراخوالی دی . هغه وایي، په ۱۱ ولسوالیو کې د کوکنارو اړلو کمپیانونه روان دي چې تر دا مهال په کې سلګونه جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت پاکه شوې ده او په راتلوونکی کال کې پلان لري چې تر کښت وړاندې يې مخه ونیسی.

خپلواکو ادارو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ډېرځله د حکومت اعلان کړي ارقام غولونکي ګنل کیږي او ویل کیږي، چې ځایي چارواکي د ځان د فعال ښودلو په هدف داسې خبرې کوي.

دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed