پاکستان د نورو نړیوالو پورونو د ترلاسه کولو هیله مندي ښودلې

۲۵ حمل , ۱۳۹۸ ,ساعت ۱۰:۲۲ ق.ظ -

پاکستاني چارواکي چې هېواد یې له سخت اقتصادي ناورین سره مخ دی، وایي هیله من شوي چې نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق به ورته نور پورونه هم  ورکړي.

د دغه هېواد د مالیې وزیر اسد عمر په دې موخه امریکا ته تللی او د یاد شویو نړیوالو بنسټونو له چارواکو سره یې لیدلي.

عمر په تازه مرکه کې هیله مندي ښودلې، چې دا پورونه به زر ترلاسه او خپل اقتصاد به پرې ورغوي.

پاکستان له ۲۰۰۸ څخه تر۲۰۰۱۸ پورې خپل نړیوال پورونه له ۳۷ میلیارده ډالرو څخه ۶۰ میلیاردو ته ورسول، خو اوس دا کچه ۹۷ میلیاردو ډالرو ته رسیدلې ده.

دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed