د نړۍ تر ټولو اوږده الوتکه، لومړۍ الوتنه يې وکړه

۲۵ حمل , ۱۳۹۸ ,ساعت ۱۰:۳۷ ق.ظ -

د نړۍ تر ټولو د لوی الوتکې اوږدوالی د فوټبال د يوه لوبغالي په اندازه دی، دا الوتکه د نړۍ تر ټولو لويه الوتکه بلل شوې ده چې خپل لومړی پرواز يې په برياليتوب وکړ.

د رسنيو د راپورونو په حواله، ياده الوتکه لس کيلو متره الوتنه کولی شي، چې د سپوږمکۍ لپاره د فضايي ډګر په توګه جوړه شوې ده.

ددې الوتکې پراخوالی ۱۱۷ متره د فوټبال د یوه لوبغالي په اندازه دی.

د شپږو ماشینونو درلودونکې دغه الوتکې په خپله لومړنۍ الوتنه کې شاوخوا څلورنیم کیلومتره مزل کړی او د سرعت کچه یې په یوه ساعت کې ۲۷۴ کیلومتره ښودل شوې.

دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed