کابل: نامالومه وسله والو يو تن وواژه

۲۵ حمل , ۱۳۹۸ ,ساعت ۱۰:۴۳ ق.ظ -

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت سرپرست وياند وايي، ناڅرګنده وسله والو د کابل په نهمه امنيتي حوزه يو تن وژلی دی.

نصرت رحيمي پر خپلې ټوېټر پاڼې ليکلي،  حمله کوونکو د امنيت پر ساتونکو دوه لاسي بمونه غورځولي دي او له سيمې تښتېدلي دي.

نوموړي په دې اړه نور جزيات نه دي ورکړي او نه هم د پېښې مسؤليت چا پر غاړه اخيستی.

دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed