روغتيايي چارواکي: د کندوز په جګړه کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۲۵ حمل , ۱۳۹۸ ,ساعت ۱۰:۴۸ ق.ظ -

د کندوز د ځايي روغتون مشر وايي، د کندوز په وروستۍ نښته کې اته کسان وژل شوي او ۶۲ نور ژوبل شوي دي.

نعيم منګل د فرانسې خبري اژانس ته ويلي دي، دوی ته لسګونه ژوبل شوي کسان ور وړل شوي دي او د اته کسانو مړي هم ور وړل شوي دي.

ځايي چارواکو د مرګ ژوبله په اړه څه نه دي ويلي.

له تېرو دوه ورځو راهيسې د کندوز ښار شاوخوا سيمو باندې طالبانو بريدونه پيل کړي دي چې ځايي خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.

دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed