پکتيکا: تازه ۱۵۰۰ زده کوونکي ته زده کړه ييزه زمينه برابره شوه

۲۵ حمل , ۱۳۹۸ ,ساعت ۱۱:۱۰ ق.ظ -

د پوهنې د رياست ځايي مسؤلين وايي، د دغه ولايت وازېخوا ولسوالۍ کې دوه تړل شوي ښوونځي تازه پرانيستل شوي.

د پوهنې رياست مسؤلين وايي، په دې سره ۱۵۰۰ زده کوونکي له زده کړو برخمن شول او زده کړې به پيل کړي.

ويل شوي دي ياد ښوونځي له تېرو څو کلونو راهيسې تړل شوي وو.

د پوهنې رياست سرپرست محمد نسيم واجد وايي، ياد ښوونځي د قومي مشرانو او د ښوونځيو د شوراګانو سره په ګډه هڅه پرانيستل شوي دي.

دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed