ولسمشر غني له امريکايي سناتورانو سره پر سوله خبرې کړي

۲۵ حمل , ۱۳۹۸ ,ساعت ۱۱:۲۶ ق.ظ -

ولسمشر غني د امريکايي سناتورانو سره چې افغانستان ته راغلي ليدنه کړې او د سولې پر روان بهير يې ورسره خبرې کړې دي.

ارګ پر خپلې ټوېټر پاڼې ليکلي، امريکايي سناتورانو ويلي، امريکا به په ټاکنو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

دغه راز سناتورانو ويلي، دوی افغانستان کې د يوې داسې سولې ملاتړ کوي چې ټول لاسته راوړنې پکې خوندي شي.

امریکايي سناتوران پر داسې مهال کابل ته سفر کوي چې د افغان سولې په اړه امریکا او افغان حکومت تر بل هر وخت هڅې تېزي کړي دي.

دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed